له افغانستانه د امريکا وتلو کشاله؛ ټرمپ د ښکېلو چارواکو نوملړ غوښتی
د متحدایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د واک لېږد ټیم احتمالي پوځي محکمو ته له افغانستانه د امریکا د وتلو په بهیر کې ته د ښېکلو امریکایي لوړ پوړو پوځیانو او چارواکو د نومونو لېست ترتیبولو کار پیل کړی دی.
د دې کار هدف دا ښودل شوی چې دا وڅېړي، ایا دوی په پوځي محکمه کې محاکمه کېدای شي او کهنه.
امریکایي رسنۍ اېنبيسي نیوز د یکشنبې په ورځ( د نومبر په ۱۷مه) د ټرمپ د واک لېږد ټیم د ځینو هغو سرچینو په چې په ټکو یې د دغه پلان په عملي کولو کې ښکېل دي، راپور ورکړی چې دوی د ټولو هغو امریکایي پوځیانو لېستونه برابر او پوځي محاکمو ته سپاري چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په بهیر او پهدې لړ کې په ګډوډیو کې یې په مستقیمه توګه یې لاس درلود.
د اېنبيسي نیوز د راپور لهمخې د ټرمپ د لېږد ټیم دغو سرچینو دا هم ویلي، دوی د دې پلان په پلي کولو کې خورا جدي او پهدې لټه کې دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د ټول بهیر د معلوماتو راټولو او دغو ښکېلو چارواکو او پوځیانو د کړنو په اړه د پلټنو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.
سرچینو ویلي چې، د دې پلان د پلي کولو د هڅو په رهبرۍ کې له مخدره توکو سره د مبارزې لپاره امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال میټ فلین هم مرسته کوي.
خو دوه ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې ویاندې سبرینا سېنګ رسنیو ته وویل چې، لا عملاً پهدې اړه له پنټاګون سره څه نهدي شریک شوي او نه کوم تحقیق شوی.
دا راپورونه وروسته له هغه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالدټرمپ د نومبر په لومړۍ نېټه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر ترڅ کې په یوه وینا کې اعلان وکړ چې، د ده د بریا په صورت کې، د لوړې په ورځ له غرمې مخکې باید د ده پر مېز د ټولو هغو امریکایي جنرالانو استعفاوې ورسېدلې وي چې په خبره یې له افغانستانه د "ناورین زېږوونکي" وتلو په بهیر کې ښکېل وو.
تر دې وړاندې هم ډېرو امریکایي چارواکو چې ډېری یې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي دي او ځینو سیاستوالو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په ترڅ کې د ګډوډیو، کابل هوایي ډګر کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سقوط له امله د امریکا مخکېنی ولسمشر جوبایډن او د د هغه اداره پړه بللي دي.
خو بایډن تل له خپلې دې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې، امریکا ته د ضرر رسوونکو پر وړاندې اقدام لپاره اړتیا نهشته چې خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي.
بایډن وړاندې په خپلو ویناو کې ویلي، دوی په یو بېساري اقدام کې تر ۱۲۰زره ډېر افغانان چې تېر شل کاله یې له امریکا سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې وه، دغه هېواد ته ورانتقال کړي دي.
بایډن څو ځلي په خپلو ویناو کې دا هم ویلي چې، دا د ټرمپ د لومړنۍ ولسمشرۍ دورې ور پاتې پروسه وه او دا یې په پای ته رسولو مکلف و.
د امریکا د ولسمشریز انتخاباتو ماتې شوې نوماندې کامالاهریس چې د بایډن مرستیاله هم ده، له خپل سیال ډونالدترمپ سره په یوه مناظره کې هم د بایډن لهدې پرېکړې دفاع کړې وه او ویلي یې و، چې دا له بایډن سره پهدې پرېکړه کې همغږې وه، خو برعکس یې ټرمپ لهدې امله وننګاوه چې له طالبانو سره د دوحې تړون يې لاسلیک کړی دی.
د امریکا د استازو جرګې پخواني غړي، سیاستوال او د جمهوري غوښتونکو ګوند غړي پیټر مېجر هم ازادي راډیو سره خبرو کې د ټرمپ دا اقدام مهم بولي او وایي چې باید دا پلان ژر ژره عملي شي.
ښاغلي مېجر د یکشنبې په ورځ وویل: "د ټرمپ اداره باید بشپړه کره او عادلانه پلټنه وکړي چې څنګه په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د وتلو چارې داسې له ناورینه ډکې شوې؟ حقیقت دا دی چې مسوولیت ولسمشر بایډن او د هغه سپینې ماڼۍ ته راجع کېږي چې له افغانستانه یې په چټکه د وتلو امر وکړ. همداراز د بهرنیو چارو وزارت ته (مسوولیت) متوجه دی چې د سقوط په مهال یې د غیرجنګي تخلیې چارې یې په غاړه لرلې."
خو د نړیوال چارو افغان پوهان لهدې ډلې انتظار خادم بیا وايي: "لومړی باید ټرمپ او ټیم یې سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او د جنوبي اسیا کله چې د (افغانستان) اړوند خپله ستراتیژي وړاندې کړي د هغې محتوا لهمخې به بیا پر افغانستان او سیمه یې اغېزې معلومې شي."
له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د قطر د سولې هوکړهلیک مهمه برخه وه چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ پر مهال د د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او او طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه په افغانستان کې تېر جمهوري حکومت سقوط وکړ او د همدې د میاشتې په پای کې د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال امریکايي پوځيان له افغانستانه ووتل.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش ادارې (سیګار) مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې، د ټرمپ او بایډن ادارو پرېکړې د افغانستان د جمهوري حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو او پوځ د لهمنځه تللو لامل شوې.
د ټرمپ او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون نور مهم ټکي چې د زلمي خلیلزاد لهخوا یاد شوي او ویلي یې و، چې دواړه لوري یې په عملي کېدو مکلف دي، د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو مبارزه، بینالافغاني خبرې اترې او دايمي اوربند و.