کابل کې د هوا سړېدل؛ یو شمېر ښاریان د برښنا له دوامداره پرچاوۍ شکایت کوي
د کابل ښار د بېلابېلو سيمو ځينې اوسېدونکي د برق له دوامداره پرچاوۍ شکايت کوي.
د کابل ښار ځينې اوسېدونکي وايي چې له ډېرې مودې د برښنا له کمۍ سره مخامخ دي او د هوا په سړېدو دغه ستونزه لا پسې زياته شوې ده.
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې ستونزې د دايمي حل لپاره دې اقدامات وکړي.
د کابل ښار د قلعهزمان خان اوسېدونکې لطیفې په اړه ازادي راډویو ته وویل: "ژمی دی، برق او په ورته وخت کې ګاز او د ډبرو سکاره هم نهشته، له ډول ډول ستونزو سره مخامخ یو، که برق هم راځي همدومره کېږي چې یو دوه سطله اوبه زېرمه کړو، برقي بخارۍ نه شو لګولی چې کور ګرم شي، یو خروار لرګي ۱۴زره او د سکرو یو خراوار په ۸زره افغانۍ دی، ستونزې ډېرې دي."
د کابل ښار د یوې بلې برخې اوسېدونکي بیا وايي چې د بې برقۍ له کبله دوی او بچیان یې مطالعه نه شي کولای.
د کابل ښار د کارته نو سیمې اوسېدونکي کمال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "پروچاوي زیاته شوې، د شپې له مخې برق نه لرو، یوه لور مې په درېیم او بله هغه په پنځم ټولګي کې ده، زه او یا هم مور او یا ورور یې ورته د موبایل رڼا کوو چې هغوی د ازموینو لپاره درس ووایي."
د برښنا د پرچاوۍ په اړه د طالبانو د حکومت د برښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندی د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې د دغه شرکت مشر عبدالباري عمري د شرکت په ویبپاڼه کې په خپور شوي پیغام کې ویلي، هڅه کوي ټول له برښنا برخمن شي او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې په خپل وخت بلونه تحویل او د برق په مصرف کې له احتیاطه کار واخلي.
افغانستان تر ډېره د اړتیا وړ برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د ځانګړي دفتر یا سیګار تېر کال د حمل په میاشت کې د یوه راپور له مخې ویلي چې افغانستان ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې په کلنۍ کچه ۲۲۰ میلیونه ډالره پیسې کېږي.
له ګاوڼدیو هېوادونو وارده شوې برښنا وخت ناوخت د بېلابېلو تخنیکي او یا هم په هغه هېوادونو کې چې برښنا ترې واردېږي د تقاضا د لوړېدو له کبله قطع کېږي چې دې مسئلې خلک له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړي دي.