World News in Pashto

پولیسو د تحریک انصاف د احتجاج مخنیوي ته زرګونه سوداګریز کنټینرونه درولي دي

پاکستان کې د مال وړونکو ګاړو اتحادیې مشران وايي، په تېره يوه اوونۍ کې اسلام اباد او پنجاب په ګڼو سيمو کې حکومت شاوخوا ۱۵۰۰۰ ګاډي او کنټينران د لارو تړلو لپاره نيولي دي. په دې کې هغه ګاډي هم شامل دي چې د خوراکي توکو او نورو سامانونو نه ډک دي، او د سامانونو خرابېدو سره د احتجاج پر مهال ورته زيان رسېدو اندېښنه ده. ټرانسپورټران وايي، ګاډي او کنټينران د څو ورځو راهيسې ودرول شوي دي چې له امله یې سامانونه په وخت نه رسېږي، او دوى له لوی تاوان سره مخ دي. د نیاز علي او عمران يونس ويډيو راپور.

Читайте на 123ru.net