World News in Pashto

ايا د بنيامين نتانياهو د نيولو په برخه کې به د آی‌‌سي‌سي حکم پلی شي؟

دا څرګنده نه‌‌ده چې بنیامین نتنیاهو به کله د جرمونو د نړیوالې محکمې (آی‌‌سي‌سي) له لوري محاکمه شي که‌نه، خو آی‌‌سي‌سي د هغه د نیولو امر کړی او تورن کړی یې دی چې د بشريت ضد جنایتونه یې ترسره کړې دي.


ښایي چېرته هم نتنیاهو د هاګ محکمې ته حاضر نه‌‌‌شي، خو بیا هم دا تورونه د اسراییل پر صدراعظم د برید په معنا دي.




نتنیاهو د غزې په روانه جګړه کې پر ده د لګېدلیو تورونو دفاع کړې ده او اسراییل په هالنډ کې د هاګ محکمه په رسمیت نه پېژني، خو په‌دې کې هم شک نه‌‌شته چې له‌‌دې تورونو سره د صدراعظم په توګه د نتنیاهو دنده سخته شوې ده.


د نړۍ ۱۲۴ هېوادونه د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت پېژني.


د اروپایي شورا د بهرنیو اړیکو د برخې یوه جګپوړي غړي انتوني ډورکین ازادي راډیو ته وویل، که چېرته نتنیاهو دغو هېوادو ته ورشي نو د آی‌‌سي‌سي دا غړي هېوادونه قانوني مکلفیت لري چې، هغه ونیسي.


ډوکین په‌‌دې برخه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اشاره وکړه چې، کله د اوکراین په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور د هغه د نیولو امر صادر شو، نو مجبوره شو چې بیا بیا د خپلو سفرونو پلان بدل کړي، مثلا پروسږکال په جولای کې په جنوبي افریقا کې د بریکس هېوادونو غونډې ته نه ولاړ.


سږکال په سپتمبر کې د آی‌‌سي‌سي غړی هېواد منګولیا تر فشار لاندې و چې، ولادیمیر پوتین له ورتګ سره سم ونیسي، خو اولان باتور د محکمې حکم عملي نه‌کړ.




آی‌‌سي‌سي د نومبر په یوویشتمه، شپږ میاشتې وروسته تر دې د نتنیاهو د نیولو امر وکړ چې، د دې محاکمې لوی څارنوال کریم خان لومړی ځل اعلان وکړ چې هغه نه یوازې د نتنیاهو، بلکې د اسراییل د دفاع د پخواني وزیر یواف ګالانت او د حماس د پوځي قوماندان محمد ضیف د نیولو غوښتنه کوي.


حماس د امریکا د متحدایالتونو او اروپایي ټولنې له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.




د دې ډلې د تورن شوي قوماندان محمد ضیف د وژلو ادعا د جولای په میاشت کې اسراییل کړې وه.


محمد ضیف تورن شوی دی چې، په اسراییل باندې یې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر د اوومې نېټې په برید کې لاس درلود، په‌‌دې حمله کې نژدې ۱۲۰۰ کسان چې اکثر یې ملکیان وو، ووژل شول.


نتنیاهو او ګالانت بیا د اکتوبر د اوومې نېټې د برید د غچ اخیستو په تور تورن شوي دي، چې په غزه یې یرغل وکړ چې هلته د فلسطیني چارواکو په وینا تر اوسه تر درې څلویښت زره ډېر کسان وژل شوي دي.


آی‌‌سي‌سي داسې هیڅ ډول ځواک نه‌لري چې خپل حکم پلی کړي، چې تور پورې کوي چې نتنیاهو د جنګي جرمونو مسوول دی، خلک یې د جګړې پرمهال وږي ساتلي، خلک یې وژلي، ځورولي او نور غیرانساني اعمال یې ترسره کړي دي، خو د آی‌‌سي‌سي لوی څارنوال کریم خان د دې محکمې له ټولو غړیو هېوادونو غوښتې دي چې امر پلی کړي او له هغو هېوادونو څخه یې چې د دې محکمې غړي نه‌‌‌دي غوښتې دي چې نړیوال قانون ته درناوی وکړي.




په‌‌‌دې ډله کې یو هم د امریکا متحدایالتونه دي چې، د اسراییل نژدې متحد هېواد دی، آی‌‌سي‌سي یې په رسمیت نه‌ده پېژندلې او د دې محکمې حکم یې رد کړی دی.


بل لور ته د اروپایي ټولنې هېوادونه د آی‌‌سي‌سي غړیتوب لري.


ډورکین وایي چې، د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه په غزه کې له یوه کال راهیسې د اسراییل د پلیو او هوایي حملو په تړاو هم‌نظره نه‌‌دي او سره ویشلې دي.


ډورکین زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې یوشمېر هېوادونه په اسراییل کلکې نیوکې کوي، یوشمېر بیا هڅه کوي چې داسې منځوی نظر ولري او یوشمېر د اسراییل په ځینو کړنو انتقاد کوي، خو له لویه سره د اسراییل ننګه کوي.


اوس د اسراییل یو مهم ملاتړی لکه جرمني دې ته ګوري چې له آی‌‌سي‌سي سره په خپلو ژمنو دریږي که د اسراییل ملاتړ ته ادامه ورکوي.


اسراییل روانه اوونۍ د هالنډ د بهرنیو چارو د وزیر کاسپر ویلډکامپ سفر وروسته تر دې لغوه کړ، چې ویې ویل، هالنډ د آی‌‌سي‌سي حکم ته ژمن دی.


فرانسې ویلي دي چې د آی‌‌سي‌سي د لوی څارنوال د اوامرو ملاتړ کوي، ايټالیا هم ویلي دي که چېرته نتنیاهو دغه هېواد ته ورشي هغه به ونیسي.


په ورته وخت کې دا ډول پرېکړې کېدای شي چې په غیر ارادي توګه ځیني اغېزې وشیندي.


د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان چې ډېر کله د بروکسل له پرېکړو سره مخالفت کوي او له ولسمشر پوتین سره نژدې اړیکي لري، د آی‌‌سي‌سي له حکم سره مخالفت کړی دی.




د نومبر په دوه ویشتمه اوربان په آی‌‌سي‌سي تور پورې کړ چې، د سیاسي اهدافو لپاره په روانه شخړه کې مداخله کوي او د نتنیاهو په برخه کې د دې محکمې حکم نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي.


اوربان دا هم وویل چې دی به د آی‌‌سي‌سي له حکم څخه سرغړونه وکړي او نتنیاهو ته به بلنه ورکړي چې هنګري ته ورشي.


آی‌‌سي‌سي ممکن د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د نوي دولت له غبرګون سره مخامخ شي.


ټرمپ د جوبایډن په پرتله ځان د اسراییل نژدې ملاتړی ګڼي.


منتخب ولسمشر ټرمپ د کانګرس غړی مایک والټز د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومولی.


ښاغلي والټز د نومبر په یو ویشتمه خبرداری ورکړ، کله چې ټرمپ د جنوري په شلمه واک ترلاسه کړي نو آی‌‌سي‌سي دې د یهودانو پرضد چلند له امله سخت غبرګون ته انتظار شي.


د نتنیاهو دفتر هم د آی‌‌سي‌سي پرېکړه د یهوادونو پرضد عمل بللی دی او یوشمېر کتونکي په‌‌دې باور دي چې ښایي له‌دې سره به د اسراییل دننه د نتنیاهو محبوبیت زیات شي.


د پروسږکال د اکتوبر له اوومې راپه‌‌‌دې خوا د نتنیاهو او د هغه د حکومت محبوبیت کم شو، خو د نظرپوښتنو له‌‌مخې په وروستیو کې بېرته څه ښه شوی دی.

Читайте на 123ru.net