د ملي مقاومت جبهې په کابل او کاپیسا کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا وکړه
د طالبانو یوې عمده مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه چې په کابل او کاپیسا کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغې جبهې تېره شپه په یوه خبرپانه کې وویل چې د جمعې ناوخته یې کسانو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ګزمه حمله کړې، د طالبانو یو غړی یې وژلی او دوه نور ژوبل کړي دي.
د ملي مقاومت جبهې تر دې مخکې په بله خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په کابل کې یې ځواکونو په یوه کمین کې دوه طالبان وژلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې حمله کې چې د جمعې پر ماسپښین شوې، په بالاحصار ساحه کې د طالبانو د استخباراتو غړي په نښه شوي دي.
دغې جبهې پرون ویلي چې په لړم یا عقرب میاشت کې یې په ۱۱ ولایتونو کې د طالبانو خلاف ۴۱ عملیاته کړي دي.
د طالبانو د دغې مخالفې ډلې د ادعا له مخې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۷۲ غړي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
طالبانو د ملي مقاومت جبهې د دغو ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم نه شي کولی چې په بې پرې ډول ادعاوې تایید کړي.