World News in Pashto

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله

د ۱۹ کلنو ځوانانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان د ۲۱ منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.


پایلوبه نن سه شنبه د نومبر په ۲۶مه نېټه د کابل پر وخت سهار لس بجې د عربي متحده اماراتو په کوربتوب پیل شوه چې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه.


افغان توپوهونکو په ۵۰ اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۵۰ منډې یې وکړې.


په دې سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې برکت ابراهیمزي ۷۹، نظیف‌الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې وکړې.


د پاکستاني توپ اچونکو له ډلې بیا علي رضا او عبدالسبحان درې درې لوبغاړي وسوځول.


پاکستان لوبډلې د ۴۸ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۹ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په تفاوت یې ماتې وخوړه.


یادې لوبډلې ته هارون ارشد او شاهزیب خان نیمه سلیزې ووهلې.


د افغانستان د توپ اچونکو په ډلګۍ کې نصیر معروف خېل او نصرت نورستاني دوه دوه لوبغاړي وسوځول.


دغه درې اړخیزې سیالۍ چې د نومبر په ۱۳مه نېټه د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو په ګډون پیل شوې وې، تر ۷ سیالیو وروسته د افغانستان په اتلوۍ پای ته ورسېدې.


په دې سیالیو کې افغان لوبغاړی فیصل خان مخکښ منډه جوړونکی شو، هغه د دوه سلیزو پر مټ په پنځو سیالیو کې ۳۶۷ منډې وکړې.


دغه راز بل افغان لوبغاړی نصیر معروف خېل بیا په ۵ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۱۲ ویکټې واخیستې.


د یادو درې اړخیزو سیالیو تر پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان نولس کلنه لوبډله د ۱۹ کلنو ځوانانو په اسیا جام کې ګډون کوي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي.


د ویلو ده چې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې به افغانستان له بنګله‌دېش، سریلانکا او نیپال سره سیالۍ کوي.

Читайте на 123ru.net