امریکا: په افغانستان کې ښځې د تاوتریخوالي، توپیري چلند او بې عدالتیو سره مخ دي
په افغانستان کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، په دې هېواد کې ښځې د تاوتریخوالي، توپیري چلند او بې عدالتیو سره مخ دي.
دغه سفارت پرون سې شنبه د نومبر ۲۶مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یو بیان کې له افغان مېرمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، هره مېرمن د دې حق لري چې له ډار او وېرې پرته ژوند وکړي.
په بیان کې په نړیوالې ټولنې غږ شوې چې د ښځو د حقونو د پیاوړتیا، خوندیتوب او د دوی د ښې راتلونکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي، د طالبانو حکومت ورځ تر بلې پر ښځو محدودیتونه زیاتوي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې سجیه بهګام ازادي راډيو ته وویل: "باید نړیواله ټولنه یې په خلاصو سترګو او غوږونو وګوري او د دوی غږ واوري، ځکه اوسمهال په افغانستان کې مېرمنې ډېر بد وضعیت لري، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر د قانون له توشیح وروسته پهکار ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي."
د خوست ولایت یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "په اوسنیو حالاتو کې د افغان مېرمنو سترګې یوازې نړیوالې ټولنې دي چې په دې سخت وخت کې د افغان ښځو لاسنیوی وکړي، خو نړیواله ټولنه هغسې چې پهکار ده په طالبانو یې فشارونه نه دي راوستي او په دې سخت وضعیت کې یې افغان مېرمنې یوازې پرېښي دي."
دا پهداسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هممهاله د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل کړی دی.
په همدې حال کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پارلمانونو ۲۰ ښځینه رییسانو په یوه ګډه مقاله کې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو له حق نه د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.
دغه مقاله چې پرون سې شنبه د لی مونډ په نوم ورځپاڼې خپره کړې، په یوه برخه کې یې یې راغلي: "افغانستان دا مهال یوازېنی هېواد دی چې له ۱۲ کلنۍ څخه پورته د نجونو او ښځو پر زدهکړو په کې بندیز لګېدلی دی، افغان نجونې باید د زدهکړو له نړیوال او اساسي حق څخه بې برخې نه شي."
سربېره پر دې، ۱۵۸ فرانسوي سناتورانو هم په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک چې کې لیک شوي چې افغان ښځې د "ظالم رژیم" تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو حقونو څخه بې برخې دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د کار او زدهکړو په ګډون په نجونو او ښځو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شرعیت له مخې یې د افغان میرمنو حقونه خوندي کړي، خو د ښځو د حقونو بېلابېلو بنسټونو، هیوادونو، دیني عالمانو او ملګرو ملتونو د طالبانو دا کړنې له اسلام سره په ټکر کې بللي دي.