World News in Pashto

ترکيې ۱۲۸ کډوال نيولي چې افغانان هم په‌کې شامل دي

د ترکیې سمندري ځواکونو یوسل او اته‌ویشت کډوال د چاناق قلعه په ولایت کې نیولې دي.


ترکیي رسنیو پرون راپور ورکړ چې دا کډوال د افغانستان او ایران اتباع دي چې، شاوخوا پنځه‌دېرش کسان یې په وچه کې نیول شوې دي او نور یې د امنیتي ځواکونو د دوو نورو عملیاتو په ترڅ کې په اوبو کې د سفر پرمهال پېژندل شوي او نیول شوې دي.


ترکیې له تېرې اوونۍ راهیسې د غیرقانوني کډوالو پرضد په خپل هېواد کې عمومي عملیات پيل کړې دي.

Читайте на 123ru.net