راشدخان يو ځل بيا د نړۍ غوره توپ اچونکی اعلان شو
د کرکټ نړیوالې شورا "ICC" نن چهارشنبه د (قوس په اوومه) نېټه د نړۍ د غوره لوبډلو او د کرکټ د غوره لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې راشد خان یو ځل بیا د ۶۸۷ امتياز لرلو سره، د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په کتار کې راغلی دی.
راشد خان پهدې توانېدلی چې پهدې کټګورۍ کې د یو ورځنیو نړیوالو يا پنځوس اوريزه لوبو کټګورۍ کې یو ګام مخکې او د پاکستان له شاهین افریدي څخه مخکې شوی دی.
د سویلي افریقا کیشاف مهاراج په نړۍ کې له راشد خان او شاهین افریدي وروسته درېیم ځای لري.
دغهشان د افغان کرکټ بل لوبغاړي محمدنبي هم د "الرونډرانو" په برخه کې خپل لومړی مقام ساتلی او راشد خان لا هم پهدې برخه کې د نړۍ په کچه په درېیم مقام کې دی.
په ټېسټ کرکټ او بالینګ کې د هند "جسپریت بومرا" دوه مقامه پورته شو او د ۸۸۳ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی، پهداسې حال کې چې د سویلي افریقا ربادا یو مقام ښکته شوی او دوهم ځای لري.
خو افغان توپ وهونکی رحمنالله ګربز پهدې درجه بندۍ کې کوم تغير نهدی کړی، نوموړی په ۵۰ اوریزه کرکټ کې د بیټینګ یا توپوهنې په برخه کې په نړۍ کې په اووم مقام کې پاتې شوی او په ۲۰ اوریزه کرکټ کې په لسم مقام کې دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو، ۵۰ اوریزو او ټېسټ لوبو په درېیو برخو کې د لوبډلو په درجه بندۍ کې کوم بدلون نهدی کړی.
افغانستان د نړیوالو یو ورځنیو یا ۵۰ اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې په نړۍ کې لسم ځای لري او په شل اوریزه کرکټ کې په دولسم مقام کې قرار لري.