World News in Pashto

پر غزه د اسراييلو بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.


د دې چارواکو په خبره، شپږ تنه نن د (نوامبر ۲۸مه) د کمال عدن روغتون ته نژدې په یوه کور کې او څلور تنه نور د غزې په جنوبي خان‌یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.


دغو روغتیايي چارواکو وړاندې ویلي، د اسراییلو پوځ په غزه کې پر هغه کمپ هم هوايي بریدونه کړي، چې په تېر یو کال د جګړې له کبله بې‌‌ځایه شویو خلکو په‌‌‌کې پناه اخیستې وه.


د دوی په خبره، په همدې کمپ کې اووه تنه وژل شوي دي.


دا بریدونه په‌‌‌داسې حال کې دي، چې فلسطینیان د لبنان له حزب‌‌‌الله ډلې سره د اسراییلو له اوربند وروسته، په غزې کې د اوربند لپاره هیله‌‌من دي.


میاشتې کېږي چې، د دې اوربند لپاره خبرې اترې د حماس وسله‌‌‌والې ډلې او اسراییلو ترمنځ روانې دي، خو تر اوسه يې کومه پایله نه‌ده ورکړې.


حماس وسله‌‌واله ډله د امریکا متحدایالاتونو او اروپايي ټولنې له‌‌‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

Читайте на 123ru.net