World News in Pashto

د طالبانو له‌خوا د طبي انسټېټیوټونو تړل؛ نجونې محصلانې: زمونږ وروستۍ هیلې هم له منځه ولاړې

په افغانستان کې د طبي انسټېټیوټونو یو شمېر محصلانې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د نوي فرمان په غبرګون کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د دغو انسټېټیوټونو د تړلو خبره یې کړې، وايي چې د دوی وروستۍ هیلې هم له منځه ولاړې.


د افغانستان د طبي انسټېټیوټونو ځینو ښځینه محصلانو نن د خپلو انسټېټیوټونو مخو ته د تړلو دروازو تر شا اوښکې تویې کړې.


د دغو انسټېټیوټونو تړلو ګڼې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.


د دې انسټېټیوټونو یو شمېر محصلانې هم وايي، چې یوځل بیا د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي شوې.




ربابه جاوېد چې د کابل ښار په یوه انسټېټیوټ کې د قابلګې برخې محصله وه، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه اطلاعیه چې تېره شپه خپره شوه واقعاً دردونکې او د اندېښنې وړ ده، هغه هیلې مو چې رغېدلې وې بیا مړاوې شوې او له منځه ولاړې او موږ واقعاً داسې یو خبر ته په تمه نه وو، د لارې (زده‌کړو) منځ کې په نیمایي کې زموږ هیله له منځه ولاړې."


زهرا بیا د هرات ولایت په یو انسټېټیوټ کې د خپل وروستي سمستر د ازموینې تېرولو په درشل کې وه چې دا خبر یې ترلاسه کړ.




دې ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې وه چې نن خپلې ازموینې ته ولاړم شم، خبرونه مې واورېدل چې ازموینې هم لغوه شوي، ډېره یې خپه کړم، د افغانستان وضعیت ورځ بلې ته سختېږي او پر ښځو فضا تنګوي او دوی له روحي او رواني اړخه شکنجه کوي."


د طالبانو د حکومت مشر تازه فرمان ورکړی چې سر له نن سه شنبې د لیندۍ ۱۳مه باید د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو دروازې وتړل شي.


د ملا هبت‌الله اخندزاده دا فرمان د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له‌خوا اعلان شو.




دغه فرمان د یاد وزارت د مالي مرستیال بخت‌الرحمن شرافت له‌خوا په هغې غونډه کې چې د ټولو طبي انسټېټیوټونو مشرانو په کې برخه کې اخیستې وه، واورول شو.


د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې ۱۶۴ طبي خصوصي انسټېټیوټونه او ۱۰ دولتي طبي انسټېټیوټونو فعالیت درلود چې په دغو انسټېټیوټونو کې د شمېر ډېره کچه یې ښځینه محصلانو او استادانو جوړوله.


دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د افغانستان ډېری سیمې او ولسوالۍ د ښځینه قابله‌ګانو او متخصصانو له کمښت سره مخ دي.


په کابل کې د یو انسټېټیوټ استاده شهلا شمس د دې اقدام په غبرګون د اندېښنې په څرګندولو د طالبانو له حکومته غواړي چې بېرته دې د نجونو پر مخ د دې انسټېټیوټونو دروازې پرانېزي.


نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا پرېکړه چې د طالبانو له‌خوا شوې، په روغتیايي څانګو کې لوړو زده‌کړو ته د زرګونو نجونو لاسرسی محدودوي او نه یوازې د نجونو، بلکې د ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو پر روغتیا به هم اغېز وکړي.


هغه زیاتوي: "زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې د ښځو زده‌کړو ته دې درناوی وکړي، فکر وکړئ که زموږ د ټولنې خلک بې تعلیمه پاتې شي له دې ټولنې به څه جوړ شي؟"


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د طالبانو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې په خپله ایکس‌پاڼه دا اقدام د ټول افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو سره دښمني بللې ده.




دغه شان د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر هم د طالبانو له لوري د نجونړ پر مخ د طبي انسټېټیوټونو تړل د افغان ښځو پر حقونو بل تېری بللی دی.


رابرټ ډیکسون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د طالبانو دا اقدام روغتیایي اسانتیاوو ته د افغان ښځو او ماشومانو لاسرسی محدودوي.


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د دې اقدام د لامل او دلیل د دوی د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان څخه وپوښتي، خو هغه پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د یادونې ده، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۲۰مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، زیات شمېر نجونو خپلو نیمه لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړ او په دغو طبي انسټېټیوټونو کې د قابله‌ګۍ، فارمسۍ، لابراتوار، فزیوتراپۍ، نرسنګ، او د غاښونو جوړولو په زده‌کړه بوختې وې.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې وې او د دې ترڅنګ یې په ګڼو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه لګولي.

Читайте на 123ru.net