د اسلام اباد یو عدالت عمران خان او د هغه ښځه د توشه خانې قضیه کې رسماً تورن کړي دي
د توشه خانې د دويمې قضیې پلټني په پیل کې د پاکستان د احتساب ادارې (نېب) کړې وي خو د هغې ادارې په قانون کې د پارلېمان تر بدلون وروسته قضیه د پلټنو فيدرالي ادارې (اېف ای اې) ته سپارل شوې وه.