World News in Pashto

یوې زلزلې د افغانستان شمال لویدیځې سیمې ولړزولې

یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې و، نن یکشنبه ماسپښین د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.


د متحده ایالاتو د جیولوجي مرکز د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې تر مځکې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لاندې و.


تر اوسه د دې زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.


په افغانستان کې د خپل غرني جوړښت له امله تل زلزلې کېږي، او ځینې وختونه دغه زلزلې د درنو تلفاتو او مالي زیانونو سبب کېږي. 

Читайте на 123ru.net