World News in Pashto

په کابل کې د کورونو بیې او کرایې لوړې شوي

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي چې په کابل کې د کورونو بیې او کرایې لوړې شوې دي.


دې شبکې پرون (شنبه د لیندۍ ۲۴مه) په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په افغانستان کې د کورونو بیې او کرایې په څرګند ډول کمې شوې وې، خو په وروستیو کې د کورونو بیې او کرایې بیا لوړې شوې دي.


د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه د ځینو د ملکیتونو د راکړې ورکړې د دفترونو مالکانو او کرایه کوونکو د خبرو په استناد ویلي چې په ځینو مواردو کې د کورونو کرایې تر دوه برابره هم زیاتې شوې دي.


دغه شبکه زیاتوي چې د کورونو د بیو او کرایو د زیاتوالي ترڅنګ، د کرایه‌کوونکو لپاره د کور پیدا کول هم سخت شوي دي.

Читайте на 123ru.net