World News in Pashto

د تهران انقلابي محکمې د راډیو فردا پخوانی خبریال په ۱۰ کاله بند محکوم کړ

د تهران انقلابي محکمې د ازادې اروپا، ازادي راډیو د ایراني څانګې راډیو فردا پخوانی خبریال رضا ولی‌زاده، په ۱۰ کاله تعزیري بند محکوم کړ.


د دې ایراني- امریکايي خبریال لپاره د محکمې له‌ لوري صادر شوی حکم، چې رادیو فردا  یې کاپي ترلاسه کړې، ښيي چې هغه پر دې سربېره په تهران او ګاونډیو ولایتونو کې د اوسېدو، له هېواد څخه د وتلو، او په سیاسي، ټولنیزو ګوندونو او ډلو کې له غړیتوب اخیستلو څخه د دوو کلونو لپاره منع شوی دی.


دغه حکم د قاضي ایمان افشاري او د تهران د انقلابي محکمې د ۲۶مې څانګې له‌خوا په دې تور صادر شوی چې ولي زاده له دښمن یعني امریکا سره همکاري کړې ده.

Читайте на 123ru.net