د فلسطین روغتیايي چارواکي: بمباریو مرګژوبله زیاته کړې ده
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵زره ۲۸ ته ورسېد.
په غزې تړانګه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په جګړه کې د څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۹۶۲ ته رسېدلی دی. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي. په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.
د فلسطین روغتیايي چارواکو نن ویلي چې تېره شپه هم پر غزه ښار د اسرائیل په بمباریو کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.