طالبانو په سمنګان کې درې کسان په درو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې، په سمنګان کې پر یوې ښځې او دوو نارینه وو "له کوره د تېښتې" او "نامشروع اړیکو" په تور د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی. دغه محکمې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې درې واړه کسان په عام محضر کې په ۳۹-۳۹ دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې یو تورن کس په لس کاله تنفیذي بند، بل په دوه کاله بند محکوم شوی او درېیم یوازې په دُرو وهل شوی دی. ویل شوي د دغو سزاګانو د تطبیق پر مهال د طالبانو ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.
د طالبانو سترې محکمې تېره شنبه په کندوز کې هم درې تنه په عام محضر کې د هغه څه له کبله چې دوی «لواطت» بللی، په درو وهلي دي. د بشري حقونو د دفاع ډلو له طالبانو په عام محضر کې د دغه ډول سزاګانو د تطبیق د بندولو غوښتنه کړې ده.