World News in Pashto

د پاړا چینار لپاره د خوراکي توکو او دوايانو کاروان د ډزو له امله ځنډول شوی

د کورمې پاړا چینار ته دوايانې او نور خوراکي توکي وړونکی کاروان هغه وخت ستون شو چې د جنورۍ په څلورمه، بګن سیمه کې نامعلومه کسانو د ډپټي کمشنر په قافله ډزې وکړې او د ډپټي کمشنر په ګډون څلور تنه پکې ژوبل شول. یاده قافله د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د کورمې شیعه او سني خواوو ترمینځ د امن تړون د لاسلیک کېدو نه وروسته، د صوبې چیف سیکرټري په وینا، روانه شوې وه. په کورمه کې د شاوخوا تېرو درې میاشتو شیعه او سنيانو ترمنځ نښتو وروسته، د پاړا چینار مرکزي لار تړل شوې ده، چې له امله یې د پاړا چینار په ګډون ځینې نورې سیمې د دوايانو او خوراکي توکو د نشتوالي سره مخ دي. په قافله کې شریک ډرایوران وايي چې په ولاړه ولاړه د سختو ستونزو ښکار شوي دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی مشکلات حل کړي. ویډیویي رپورټ

Читайте на 123ru.net