World News in Pashto

اوچا وايي، سږ کال نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري.


اوچا ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي موادو بحران لا هم جدي دی، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۱۴.۸ میلیونه خلک، چې د نفوس نژدې درېیمه برخه جوړوي، خوراکي موادو او کرنیزو مرستو ته اړتیا ولري.


د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چې د اوبو، او روغتیایي خدماتو له نشتوالي سره یوځای د خوراکي توکو سخت کمښت د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.


د اوچا د معلوماتو له مخې، په دې کال کې به ۳.۵ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي او ۱.۱ میلیونه ښځې د عاجلې تغذیې درملنې ته اړتیا ولري.


اوچا همداراز ویلي چې د افغانستان نازک اقتصاد، چې د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته لا ډېر کمزوری شوی، بحران زیات کړی دی. د پرمختیایي بودجې محدودیت، بېکاري، د کورنیو پورونه، او پراخې بېوزلۍ د نفوس نژدې ۴۸ سلنه اغېزمن کړی، چې کورنۍ یې د اساسي توکو او خدماتو د پېرلو توان نه لري.

Читайте на 123ru.net