World News in Pashto

په پاکستان میشت افغان کډوال: د پاکستاني امنیتي ځواکونو له ویرې جوماتونو کې پټ شوي یو

په پاکستان کې د څه باندې اته سوه افغان کډوالو له نیولو وروسته د دې هیواد د مرستیال کمشینر دفتر وايي، " یوازې هغه بهرني اتباع له پاکستانه باسي چې په دې هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري".




دې دفتر د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه د یو بیان په خپرولو سره د افغان کډوالو په اړه ویلي، "هغه افغانان چې د پي او ار، ای سي سي کارتونه، ویزې او دریمو هیوادونو ته د تګ په تمه دي له پاکستانه نه باسي".


د دې دفتر په بیان کې راغلي، د اسلام اباد ملکي ادارې د کډوالو ټولو حقونو ته ژمنې دي.


په اسلام اباد کې د مرستیال کمیشنر دفتر چې دنده يې د امنیت او نظم څارنه ده، په داسې حال کې په دې هیواد کې د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو د نه ایستلو خبره کوي، چې په تیرو څو ورځو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا څه باندې اته سوه افغانان نیول شوي او یو شمیر يې بیرته افغانستان ته دپیورټ شوي دي.


په اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر په یو بیان کې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې وه، چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال يې نیولي او ځورولي دي.


په پاکستان میشت افغان کډوال د پاکستاني امنیتي ځواکونونو له خوا ځورونې او نیونې تاییدوي او وايي، په ډیر سخت حالت کې ژوند کوي.

په اسلام اباد کې میشتې افغانې کډوالې د نوم نه ښودل په شرط ازادي راډیو ته وویل،" زموږ اپارتمان ته درې ورځې پرله پسې پولیس راغلل، یوه ورځ مو په جومات کې تیره کړه، یوه ورځ مو په کوڅو کې تیره کړه، زموږ له ګاونډي چې اسناد يې نه درلودل پولیسو دوه ورځې پرله پسې شل زره روپۍ واخیستې، او نن بیا ورپسې ورغلي وو، وضعیت ډیر خراب دی".


په پاکستان کې د دې هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو نیونې او ځورونې غبرګونونه راپارولي دي.




د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د پاکستان په ګډون د سیمې له هیوادونو غوښتي چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.


ښاغلي بینټ د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او شړلو اندښمن کړی دی".


بل پلو، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ فعال حنیف پښتین د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او اجباري شړلي يې له ټولو اسلامي او انساني حقونو سرغړوی ده.


د پښتین په خبره، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په شړلو سره غواړي خپلې ناکامې پالیسۍ پټې کړي.


د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان کډوالو ځورونه او نیول وروسته له هغې پیل شول، چې د پاکستان پوځ د جدي په څلورمه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ، چې په کې ۵۱ کسان ووژل شول او په لسهاوو نورو په کې ټپیان شول.


له دې برید وروسته د جدي په اتمه د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې پر هغه ځای يې ځوابي بریدونه کړي چې د افغانستان پر خاروه ترې بریدونه تنظیم شوي وو.


 




خو ایا د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت په اړیکو کې د ترینګلتیا زیاتیدو  د کډوالو په وړاندې د پاکستاني چارواکو چلند سخت کړی؟ د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر وايي، "پاکستان تل د کډوال له موضوع د یوه سیاسي فشار په توګه کار اخیستی دی".


د ښاغلي اتمر په خبره، پاکستان له افغان کډوالو سره غیرانساني چلند کوي او دا د کډوالو د نړیوالو حقونو خلاف کار دی.


 




د اتمر په خبره،"نړیوال قانون دی چې یو کډوال باید په خپله خوښه خپل هیواد ته ستون شي، چې هلته د هغه کس لپاره ستونزې نه وي".


د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې اعلان کړی و چې غیرقانوني افغان کډوال له دې هیواده باسي، له هغه وخت راهیسې په زرهاوو افغان کورنۍ چې په پاکستان کې کلونو تیر کړی وو، اړ شوې چې خپلې سرمایې هلته پریږدي او افغانستان ته خالي لاس ستانې شي.


همدارنګه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تیره میاشت ویلي و، د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر له ۳۱ وروسته د پولیسو له اجازې پرته هیڅ کډوال په اسلام اباد کې ژوند نشي کولی.

Читайте на 123ru.net