World News in Pashto

د ټرمپ استازی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې به د اوکراین ګټې وساتي

د اوکراین لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، د ټرمپ له خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په حل لارو کې به د اوکراین ګټې په پام کې ونیول شي.


د هغه په خبره، دا حل لارې به عادلانه وي.


د اوکراین په چارو کې د ټرمپ استازی چې یو متقاعد جنرال دی او کیت کلوګ نومیږي، د چهارشنبې په ورځ فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل، " خلک باید پوه شی، چې هڅه نه کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او یا روسانو ته امتیاز ورکړي".


د کلوګ په خبره، هڅه يې دا ده چې اوکراین وژغوري او حاکمیت يې وساتي.


د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و، د واک له ترلاسه کولو وروسته به په ۲۴ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.


خو دا چې څنګه به دا کار کوي، په دې اړه يې جزییات نه و، ورکړي.


دونالډ‌ ټرمپ تازه ویلي، هیله من دی چې په شپږو میاشتو کې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.

Читайте на 123ru.net