د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدنې بهیر نن پيل شو
له سعودي څخه د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدو بهیر پيل شو.د طالبانو د حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبه دغه خبر پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.لومړني پراوز کې ۳۶۰ حاجیان نن سهار کابل ته رسیدلي دي.سږ کال شاوخوا دیرش زره افغانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.