World News in Pashto

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سوریایي او ازبکستاني سیال سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سوریې او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیده کاته په ستانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې غونډې څنډه کې شوي دي.خبرپاڼه کې راغلي چې متقي له خپل سوریایي سیال اسد حسن شیبانی سره د تاریخي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.متقي له ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره پر اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړي دي.د سیمې او ګاونډ هېوادونه طالبانو سره تعامل لري، خو تراوسه یې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

Читайте на сайте