World News in Pashto

د ناټو سرمنشي؛ اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي

د ناټو سازمان سرمنشي مارک روته وايي، "اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي".هغه وړاندې وویل،" د برلین دیوال له ماتیدو وروسته موږ په ارامه ژوند نه دی کړی او اوسهال په ډیره خطرناکه دوره کې یوو".روته دا خبرې د ناټو سازمان د مشرانو د ناستې له پیل وړاندې نن سه شنبې په هالنډ کې کړي دي.نن د ناټو مشران د دوه ورځیني تاریخي ناستې لپاره راټول شوي دي.تمه ده د دې سازمان غړي هېوادونه د خپلو ناخالصو تولیداتو پنځه سلنه امنیتي چارو ته ځانګړې کړي، څو په ګډه وتوانیږي د بهرنیو خطرونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړی.اسپانیا بیا دا غوښتنه غیرمنطقي بللې او ویلي دي چې نشي کولی دې موخې ته ځان ورسوي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې نه باید د دې سازمان د مصارفو ډیر برخه په غاړه واخلي.له دې ناستې وړاندې بریټانیايې، فرانسې او جرمني په ګډه توافق کړی چې د خپلو ناخالصو پنځوس سلنه د ناټو سازمان د بودیجې لپاره ځانګړي کړي.

Читайте на сайте