چین کې د سیلابونو له امله لسګونه زرو کسانو خپل کورونه پریښي دي
د چین په جنوب لویدیځ کې د سختو سیلابونو له امله له ۸۰،۰۰۰ څخه زیات خلک له خپلو کورونو وتلي دي.د چین دولتي خبري اژانس شینهوا راپور ورکړی چې د ژغورنې کارکوونکي په سیمه کې دي.چین د اقلیم له پلوه د سخت اوړي تجربه کوي.پدې اونۍ کې، په بیجینګ کې چینایي چارواکو د کال دترټولو ګرمې ورځې خبرداری ورکړ.تیره اونۍ د سخت باران له امله لسګونه زره خلک د هونان له مرکزي ولایت څخه ایستل شوي وو.