World News in Pashto

د سوات یو هنرمند سلمان ګلزار په کراچۍ کې نوم ځلولی دی

هنرمند سلمان ګلزار کلونه وړاندې د خیبر پښتونخوا د مټې سوات نه د سېند کراچۍ ښار ته د کار او روزګار لپاره تللی وو. هغه هلته د موسیقۍ زده کړې وکړې او له تېرو څو لسیزو راهیسې سندرې وايي، موسیقي غږوي او نورو ته یې هم ښايي. سلمان ګلزار وايي په پاکستان کې دننه او د پاکستان نه د باندې خپلو شاګردانو ته پرلیکه یا ان لاین توګه باندې زده کړې ورکوي.

د مشال راډیو خبریال له نوموړي سره د هغه د ژوند او کار په اړه خبرې کړې دي:

Читайте на сайте