استرالیا د وسلو د محدودولو لپاره نوی قانون تصویب کړ
د اسټرلیا په نیو ساوت ولز ایالت کې نن چهارشنبې د وسلو د ملکیت او ترهګرۍ ضد قوانین تصویب شول.دا قوانین په باندي ساحل کې له مرګوني برید وروسته تصویب شوي دي.د دغو قوانیو له مخې، د وسلو مالکیت محدود شوی، په عامه ځایونو کې د ترهګرۍ د نښو ښول منعه او پولیسو ته د مظاهرو د کنټرول لپاره زیات واکونه ورکړل شوي دي.د نیو ساوت ولز صدراعظم کریس مینس ویلي، ښايي له دغو سختو اصلاحاتو ملاتړ ونه کړي خو حکومت يې د خلکو د خویندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی.د دغو قوانینو تصویب له مخالفتونو سره مخ شوی دی.په باندې ساحل کې د ډزو پېښه د اسټرلیا په تیرو شاوخوا درې لسیزو تر ټولو مرګوني پېښه وه چې لږ تر لږ۱۲کسان په کې ووژل شول.