د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه
نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.