په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي
د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.
ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.
د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.