World News in Pashto

د یمن د جنوب بېلتون‌پالو د سعودي غوښتنه رد کړه

د یمن د جنوب د بېلتون‌پالو اصلي ډلې، چې د «جنوب انتقالي شورا» نومېږي، د سعودي عربستان هغه غوښتنه رد کړې چې له مخې یې د دې ډلې ځواکونه باید د حضرموت او مهره له ختیځو ولایتونو څخه شاتګ وکړي، او ټینګار یې کړی چې د دغو سیمو د «امنیت ټینګښت» ته به دوام ورکړي.

د جنوب انتقالي شورا چې په پیل کې د حوثیانو پر ضد د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف برخه وه، په وروستیو کلونو کې یې د جنوبي یمن د کورواکۍ لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. دا شورا، چې د متحده عربي اماراتو له ملاتړه برخمنه ده، څو ځله له مرکزي حکومت سره، چې ریاض یې ملاتړ کوي، په نښتو کې ښکېله شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې ډلې د جمعې په ورځ، (د مرغومي پنځمه) په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په حضرموت او مهره کې یې پوځي عملیات د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره دي، چې پکې د ایران پلوه حوثي ځواکونو د اکمالاتي لارو پرې کول هم شامل دي.

د یمن بېلتون‌پالو همداراز اعلان کړی چې د جمعې په سهار د سعودي عربستان هوايي ځواکونو د دغه هېواد په ختیځ کې د دوی پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي دي.

Читайте на сайте