World News in Pashto

تهران به د اکرام الدین سریع د مرموزې وژنې د څیړنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي

د تهران والي حسین خوش اقبال وایي، د افغانستان د یوه پخواني پوځي د قتل په تړاو به د شویو څېړنو لومړنۍ پایلې نن یکشنبه اعلان کړي.جنرال اکرام الدین سریع چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د تخار، بغلان او نورستان امنیه قومندان و، د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د ناپيژنده وسله والو له خوا ووژل شو.د تهران والي د شنبې په ورځ وویل چې د پیښې په اړه د دوی پلټنې پېل شوي.دا د سریع د وژنې په اړه د ایران د یوه چارواکي لومړنی رسمي غبرګون و.جنرال سریع پرون په تهران کې خاورو ته وسپارل شو.تراوسه د هغه د وژنې انګېزه معلومه نه ده او مسولیت یې هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.جنرال سریع ۵۲ کاله عمر درلود، د کاپیسا اوسیدونکی او د څلورو ماشومانو پلار و.هغه ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ایران ته تللی و.

Читайте на сайте