امیر خان متقي او زلمي خلیلزاد په کابل کې ملاقات کړی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد په کابل کې د طالبانو د حکومت بهرنيوو چارو له وزير سره ملاقات کړی دی.د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيوو چارو وزیر امير خان متقي او خلیلزاد د امريکې او افغانستان په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې د متقي له خولې ويل شوي: "د امريکې او افغانستان ترمنځ تعامل (جوړجاړی) په عملي ډول نوي پړاو ته داخل شوی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختيا فرصتونه شته چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلی شي".
خو وزارت دا نه ده واضحه کړې چې د دې خبرو اصلي موضوع څه وه. خلیلزاد هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ولي.
د امريکې په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې تر هغې وروسته د طالبانو حکومت چپه کړ چې د ترهګرې ډلې، القاعده مشر اسامه بن لادن یې واشنګټن ته نه سپاره. تر هغه وروسته طالبانو تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ نړيوالو او افغان امنيتي ځواکونو پر ضد خونړۍ حملې کولې.
په ۲۰۲۱ کې امريکايي پوځيان له افغانستانه ووتل او د هغه کال د اګست پر ۱۵مه، طالبانو په کابل کې حکومت ونيو. قدرت ته تر رسېدو وروسته، خلیلزاد څو ځل کابل او قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي. د هغو ملاقاتونو ډيره برخه، په افغانستان کې د بندي امریکایانو ازادول یا تبادله پاتې شوې.
د سیپتمبر په مياشت کې د امير اميري په نامه يو تن، وروستی هغه امريکايي وو چې د طالبانو له بنده خوشې شو. تر دې مخکې، د جنورۍ په میاشت کې د امريکې بهرنيوو چارو وزير مارکو روبیو ګواښ کړی وو چې که طالبان امريکايي وګړي خوشې نه کړي، نو پر مشرانو به یې بنديزونه ولګوي.
تر هغه خبرداري وروسته، د طالبانو حکومت يو امريکايي وګړی جارج ګیلزمين له ۲ کلن بنده خوشې کړ. د ګیلزمين د خوشې کولو لپاره، د امريکايي یرغمالانو د خلاصون په چارو کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ سلاکار، ایډم بويلر او خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه، کابل ته تللي وو.
معلومه نه ده چې دا مهال څومره نور امريکايي وګړي د طالبانو د حکومت په قيد کې دي. البته امريکايي چارواکو په پرله پسې ډول پر طالبانو غږ کړی چې د محمود شاه حبیبي په نوم هغه افغان امريکايي خوشې کړي، چې له طالب استخباراتو سره بندي دي. طالبان وايي په هغه نامه کوم بندي نه لري.
حبيبي د افغانستان په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. واشنګټڼ وايي چې طالبانو، نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته نيولی دی او باید خوشې یې کړی.