World News in Pashto

پاکستان کې د افغان کډوالو دوکاندارانو ستونزې؛ نه د سرقلفي پیسې څوک ورکوي یې نه مالونه اخلي

په خیبرپښتونخوا کې میشت افغان کډوال په ځانګړي ډول یو شمیر پانګوال او دوکانداران وايي د پېښور په بیلابیلو سیمو کې د مارکیټونو د خاوندانو له خوا دوی ته د دوکانونو د پرېښودو خبرداری ورکول شوی دی.

د پېښور ښار د کارخانو په مارکیټونو کې یو شمېر افغان دوکاندارانو ازادي راډيو ته وویل چې له دوی د دوکانونو د سرقلفي میلیونونه روپۍ اخیستل شوي خو د دوکانونو د پرېښودو په صورت کې دا پیسې هم بېرته نه ورکول کیږي.

Читайте на сайте