یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.