World News in Pashto

د جرمني یوې محکمې پر یهودانو د برید د پلان په تور د یوه افغان د زنداني کولو امر کړی

د جرمني د عدالت فدرالي محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغه افغان د نومبر په پنځمه په ډنمارک کې د جرمني په غوښتنه نیول شوی او د یکشنبې په ورځ جرمني ته وړل شوی دی.د بیان په اساس دغه کس تورن دی چې د ایران په جاسوسۍ له یوه بل تورن افغان الاصله ډنمارکي سره یې اړیکې درلودې.داسې انګیرل کېږي چې تازه نیول شوي افغان د ایران په جاسوسۍ تورن افغان – ډنمارکي سره ژمنه کړې څو یوه دریمګړي ناپيژاند ته وسله برابره او په جرمني کې پر یهودي اهدافو بریدونه وکړي.۵۳ کلن ډنمارکی افغان هم تېره جون د ډنمارک په ارهوس کې نیول شوی او دمګړۍ په جرمني کې تر محاکمې مخکې په توقیف کې ساتل کېږي.هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له قدس ډلې سره په همکارۍ تورن دی.د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډټ ویلي شکمن جاسوس هڅه کوله چې د بریدونو د ترسراوي لپاره خلک وګماري.ایران هغه تورونه رد کړي وو.

Читайте на сайте