د اسلام اباد پولیسو ۳ افغان خبريالان نيولي دي
د اسلام اباد پولیسو تاييد کړې چې ۳ افغان خبریالان یې د وېزو د ختمېدو له وجې نيولي دي.د اسلام اباد پولیسو يو چارواکي د دیسمبر پر ۳۰مه، مشال راډيو ته وويل چې په فیصل ټاون کې یې تر هغه وروسته ۳ افغانان ونيول چې د هغه ځاي ضلعي انتظامیې ترې دا غوښتنه وکړه. خو نوموړي ټينګار وکړ چې هغه کسان یې له دې امله نه دي نيولي چې خبریالان دي بلکې د دوی په نيزد یې هغه بهرني وګړي نيولي چې وېزې یې ختمې شوې وې.
بلخوا اسلام اباد مېشتو افغان خبریالانو مشال راډيو ته ويلي چې نيول شوي عاشق الله جلالزوی، ذکرالله یزداني او عتیق الله رحیمي دي. جلالزوی په کندوز کې د امريکا غږ راډيو خبریال وو.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د دیسمبر پر ۳۰مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې هغه خبریالان چمتو وو چې خپلې وېزې وغځوي خو پاکستان د افغانانو لپاره د وېزو تمدید ودرولی دی. دې سازمان زیاته کړې چې اوس هغه افغان خبریالان افغانستان ته د جبري استولو له خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان ويلي چې هغه خبریالان د ځينو نورو افغانانو په څير، "د خپلو مسلکي او رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله دې ته اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي،". په خبرپاڼه کې ويل شوي چې که هغه کسان افغانستان ته ستانه کړل شي، ممکنه ده چې هلته یې ژوند له خطر سره مخامخ شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري حکومت چپه کړ او خپله سخت دريځه واکمني يې پيل کړه. دوی تر هغه وروسته، یې ګڼ خبریالان نيولي او پر ګڼو رسنيوو یې يو شمير محدودیتونه لګولي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه نورو هېوادونو کې پناه واخلي. په هغو کې ډېر یې خبریالان، هنرمندان، سیاستوال او پخواني افغان سرتېري وو. هغوی دريځ لري چې په تېر جمهوري حکومت او له نړیوالو ادارو سره د کار له امله یې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ژوند خوندي نه دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې ويلي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې یې ثبت کړې دي. هغه مرکز د دیسمبر پر ۲۷مه، په خپل راپور کې وويل چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې ۳۴ خبریالان نيولي وو چې ۵ یې لا هم بندیان دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو نړيوالو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې د هغو افغان خبریالانو او نورو مدني فعالانو له جبري اېستلو دې ډډه وکړي چې په غربي هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره په پاکستان کې انتظار کوي. خو د پاکستان حکومت دا غوښتنې نه دي منلي او وايي چې د خپل امنيت لپاره یې ضروري ده چې ټول بې وېزې بهرنيان وباسي.