World News in Pashto

د کرکټ نړیوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ نن د نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.په دې لوبډله کې عبداله احمدزی او اسحاق رحیمي هغه څیرې دي چې په ملي لوبډله کې ډير کله نه دې لوبیدلي.ټاکل شوې ده چې د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام د فبرروي په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي او یوه میاشت دوام وکړي.په دې جام کې د نړۍ شل لوبډلې په څلورو ګروپونو کې لوبیږي، له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا یوځای شوې دي.نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې به افغان لوبډله د جنوري له شلمې وروسته له ویسټ اینډیز لوبډلې سره د شل اورونو درې لوبې وکړي.

Читайте на сайте