World News in Pashto

د سویس د همکارۍ سازمان استازي له طالب چارواکو سره د بندیانو د حقونو په اړه خبرې وکړې

په افغانستان کې د سویس د همکارۍ سازمان استازي، د طالبانو د محبسونو د چارو ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو له مرستیال سره په کتنه کې د بندیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

یادې ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محابسو د پالیسۍ مرستیال ادعا کړې چې زندانونه په «اصلاحي او تعلیمي» مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته د دیني، عصري او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو د محبسونو اداره وايي چې د سویس د همکارۍ سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې د بندیانو د خوړو د ښه‌والي، د روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکټرانو د ګمارلو، د ښځینه بندیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د برابرولو او همدارنګه په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکارۍ سازمان استازي اریک مارکله، ژمنه کړې چې دا غوښتنې به وڅېړي.

تر اوسه د سویس د همکارۍ سازمان په رسمي ډول د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте