World News in Pashto

د ایران د بسیج ځواکونو یو غړی ووژل شو

د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوی دی.دا خبر نن پنجشنبه د ایران دولتي تلویزیون خپور کړ.دې تلویزیون د لرستان ولایت د والي د مرستیال سعید پورعلي په وینا وویل چې د بسیج ځواکونو یو تن چې یو ویشت کاله عمر یې و، د کوهدشت په ښار کې د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې ووژل شو چې د عمومي نظم د حفاظت لپاره یې هڅه کوله.پورعلي ادعا کوي چې دا سرتیری د بلوا کوونکو له لورې وژل شوی دی.د یکشنبې له ورځې راهیسې چې په ایران کې اعتراضونه پيل شوې دي، دا د مړینې لومړی خبر دی.بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب تر سیورې لاندې ملیشه ده چې د ایران د دولت پياوړی مټ ګڼل کیږي.

Читайте на сайте