ایران یو تن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
د ایران قضایي سیستم اسراییل ته د جاسوسي په تور د علي اردستاني په نوم د یوه تن د اعدام خبر ورکړ.د ایران د قضاییه قویې رسنۍ، میزان نن د اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چیرته اعدام شوی دی.د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې علي اردستاني موساد استخباراتي ادارې ته د ایران حساس اطلاعات ورکړي او د اسراییل لپاره مهم کس و.ایران له اسراییل سره په جون کې د جګړې له پیله تر اوسه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه لس تنه اعدام کړې دي.