World News in Pashto

ایراني فعالان وايي مظاهرچیان "داخلي بدلون" غواړي خو د "بهرنۍ مداخلې" مخالفان دي

ایراني فعالان وايي، په هغه هېواد کې روانې مظاهرې د دې ښکارندويي کوي چې ایرانیان د ملایانو او مذهبي مشرانو ادارې یا اېسټیبلېشمنټ واکمني ختمېدل غواړي.هغوی البته د مشال راډیو له ایرانۍ څانګې راډیو فردا سره په مرکو کې ټینګار کړی چې په هېواد کې بدلون باید "داخلي وي او بهرنۍ مداخله و نه شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اتمه په ایران کې مظاهرې ۱۲مې ورځې ته داخلې شوې دي او په وروستیو کې امریکا ګواښ وکړ چې که ایرانیو چارواکو په ظالمانه ډول د مظاهرچیانو ځپلو ته دوام ورکړي نو پوځي مداخله به وکړي.

په هغه هېواد کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

په تهران کې مېشت سیاسي فعال او د بشري حقونو مدافع مهدي محمودیان د جنورۍ پر شپږمه فردا راډیو ته وویل چې له لاریونونو ښکاري چې "خلک په ګډه دې پوهاوي یا نتیجې ته رسېدلي" چې د دیني مشرانو واکمني نه مني.

دی وايي، د دې دلیل لامل دا دی چې اوس "یوازې استادانو یا یوې ټولنیزې ډلې په احتجاج لاس نه دی پورې کړی بلکې بې اوازه یا بې صدا [وګړو] اتحاد جوړ کړی" دی.

محمودیان وايي، هغه څه چې باید "بدل شي خپله اسلامي جمهوریت دی" خو دا بدلون باید د ټولنې "له ټیټ کچ یا قشره" راشي.

ده زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او "ادارې د نړیوال قانون په چوکاټ کې" د مظاهرو "ملاتړ کولای شي خو هر ډول پوځي برید یا بهرنۍ پوځي مداخله به په څرګند او غوڅ ډول وغندل شي."

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی. د یوشمېر رسنیو او بشري حقونو د ډلو په وینا، په هغه هېواد کې په روانو احتجاجونو کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

داراز، د بشري حقونو ناروې مېشتې ډلې هنګاو ویلي چې چارواکو هلته تر اوسه تر ۱،۰۰۰ زیات کسان نیولي دي.

په همدې حال کې د ایران د عدلیې مشر یو ځل بیا مظاهرچیانو ته خبرداری ورکړی دی چې لاریونونه پای ته ورسوي.

د قضا مشر غلام حسین محسني اژه يي د جنورۍ پر اوومه لاریونوال "بلوه ګر" وبلل او ګواښ یې وکړ چې که څوک سړکونو ته وروځي، نو "د دښمنانو اهدافو پوره کولو لپاره" به عمل کوي او ورسره "د نور نرمښت لپاره ځای نه شته."

نوموړي د لاریونوالو پر وړاندې د پولیسو او امنیتي ځواکونو اقدامات ستایلي او دعوه یې کړې چې حکومتي مامورانو د خپلو دوو کارکوونکو پر وژل کېدو سربېره ورسره "په تدبیر چلند" کړی دی.

د محمودیان په څېر دیني عالمې او د حقونو فعاله صدیقه وسمقي هم وايي چې په ایران کې د ژوند خرابېدونکي شرایط ټولنه د حکومت پر وړاندې درېدو او مظاهرو ته اړ کړې ده.

هغې فردا راډیو ته وویل، "اوسمهال د خلکو اقتصادي وضعیت او ژوند د پخوا پرتله ډېر ګډوډ دی."

هغې وویل، چارواکي هم د پخوا پرتله ځانونه کمزوري احساسوي او خبرداری یې ورکړ چې د احتجاجیانو پر وړاندې حکومتي اقدامات وضعیت لا خرابولای شي.

وسمقي هم البته ټینګار وکړ چې د "بهرنۍ پوځي مداخلې مخالفه ده" او زیاتوي چې "نړیواله ټولنه دې د سوله ییزو مظاهرو ملاتړ وکړي، خو باید هېڅ مداخله و نه کړي."

اخوا ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د خلکو جایزې غوښتنې مني او خپل حکومت ته یې د اقتصادي مشکلاتو د هواري امر کړی دی.

Читайте на сайте