World News in Pashto

ایران کې لاریونونه لا نور پراخ شوي خو خامنه‌ يي پر خپل دریځ ولاړ دی

په ایران کې په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لوی لاريونونه ترسره کېږي. د هېواد په يوشمېر ښارونو، ښارګوټو او د پلازمېنې تهران په بېلا بېلو سیمو کې خلک سړکونو ته راوتلي دي. خو د ایران ستر مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنه‌ يي د جنورۍ پر نهمه وویل چې هغه به "پر شا نه شي." دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د انټرنيټ تړل کېدو له امله د هغه هېواد له بهرنۍ نړۍ سره تماسونه نېږدې پرې شوي دي. د مشال راډيو د ايرانۍ څانګې "راډیوفردا" ويډيويي رپورټ:

Читайте на сайте