World News in Pashto

د افغانستان د غره ختونکو ملي لوبډلې غړي: د نړۍ لوړو غرونو ته د ختلو هیلې لرو خو امکانات نه لرو

د افغانستان د غره ختونکو د ملي لوبډلې یو شمېر غړي وايي، د نړۍ د لوړو غرونو څوکو ته د ختلو هیله لري، خو په خپل غرني هیواد کې د تمرین لپاره کافي امکانات او تجهیزات نه لري.

دوی وايي له تېرو دوه کلونو راهیسې یې په ډېر زیار او سختیو د غره ختونکو ملي لوډله جوړه کړې او فعاله ساتلې خو د بېلابېلو اسانتیاو او کافي ملاتړ نه لرلو له امله د دې ورزش په بېلابېلو برخو کې له ننګونو سره مخامخ دي.

د دې لوبډلې یوه غړي ۲۵ کلن قدرت الله یوسفي ازادي راډیو ته وویل، تمرینونو او غرونو ته ختلو لپاره ټول ورزشي وسایل په خپل شخصي لګښت اخلي:

"زموږ هیله ده چې یوه ورځ د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته د افغانستان بیرغ ورسوو,، خو اوس مهال موږ هر ډول وسایل خپله په شخصي لګښت اخلو، د ژمي یا هر بل فصل بوټونه او د دې ورزش جامې هر څه خپله اخلو، افغانستان کې یې که څه هم تجهیزات او وسایل شته خو د نړۍ د نورو هیوادونو د لوبغاړو په څېر وسایلو ته لاسرسی نشته، دولت باید هر ډول شرایطو کې د خپلو ورزشکارانو ملاتړ وکړي خو فعلا افغانستان کې په دې برخه کې هېڅ ملاتړ نشته."

د دې لوبډلې یو بل غړي ۲۶ کلن مرتضی نجفي که څه هم وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې په هېواد کې دننه د غره ختنې بېلابېل تمرینونه کړي او د بدخشان ولایت نو شاخ غر او د بامیانو شاه فولادی غر لوړو څوکو ته خټلی خو زیاتوي، هیله من دی چې راتلونکي کې د امکاناتو په برابرېدو دوی وکړای شي د نړۍ د غرونو لوړو څوکو ته ورسېږي او د افغانستان لپاره ویاړونه وګټي:

"که څه هم په افغانستان کې د غره ختنې ورزش نوی دی خو که پرې کار وشي، وده به وکړي، تېر کال یې لومړنۍ سیالۍ ترسره شوه چې هېڅ کومه بودجه ورته نه وه، موږ ته یې یوازې د سفر لګښت راکړ، نور موږ هېڅ بل ملاتړ نه لرو، یوازې کال کې تر ۱۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ عصریه لرو چې میاشت کې شاوخوا ۱۱ سوه افغانۍ کېږي."

دوی وايي د غره ختونکو ملي لوبډله دوه کاله وړاندې د افغانستان له ۱۰ ولایتونو څخه د ۳۴ لوبغاړو په غوره کېدو سره جوړه او تر اوسه له افغانستان پرته د ایران د یو شمېر غرونو لوړو څوکو ته ختلي دي.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې، د بدنې روزنې او ورزش عمومي رييس احمد الله وثیق شنبه د جنورۍ ۱۰مه ازادي راډيو ته وویل، دوی خپلو امکاناتو ته په کتو د غره ختنې فدراسیون ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به هم د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي وړاندې ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې وویل، د غره ختنې ملي فدراسیون اوسمهال په افغانستان کې په منظم ډول فعالیت کوي، په دوولس ولایتونو کې فعالې استازولۍ لري، چې په عادي ډول په خپلو ولایتونو کې تمرینات ترسره کوي او ورزشي پروګرامونه لري.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي المپیک کميتې، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال یاد فدراسیون له ایران سره هم ځانګړې هوکړه لاسلیک کړې، چې پر بنسټ یې ښوونیزه برخه کې همکارۍ ته لاره پرانیستل شوې او دا مهال تر ۶۰ پورې ورزشکاران په انلاین ډول په ښوونیز کورس ګډون لري او نوې تجربې ترلاسه کوي.

که څه هم د افغانستان د غره ختنې فدراسیون د ۲۰۱۲ کال راهیسې په رسمي ډول جوړ شوی خو ملي لوبډله یې دوو کاله مخکې جوړه شوې ده.

د لوبغاړو په خبره، له ملي لوبډلې بهر د زونونو په کچه هم لسګونه ځوانان په دې ورزش بوخت او هیله من دي چې د خپل هېواد د لوړو غرونو سربېره د نړۍ د تر ټولو لوړو غرونو څوکې هم وګوري.

مخکې تر دې هم په افغانستان کې د مختلفو ورزشونو بېلابیلو ملي او محلي لوبډلو د کافي ملاتړ او امکاناتو د نه شتون له امله شکایتونه کړي وو.

پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې پانګونې او بهرنۍ مرستې ودرول شوې، چې له امله یې ځینې لوبغاړي ان، خپل د خوښې ورزش له دوامه هم پاتې شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا اته سوه غره ختونکي ورزش کاران په رسمي ډول له ورزشي ادارو سره ثبت دي چې د تمرین لسګونه دولتي او خصوصي کلپونه لري.

Читайте на сайте