د خبریالې ناظره رشیدي کورنۍ: هغه د طالبانو په زندان کې له سختو ځورونو سره مخامخ ده
د افغان خبریالې ناظره رشیدي چې مخکې یې د نیولو خبرونه خپاره شوي، کورنۍ ادعا کوي چې د طالبانو په زندان کې ورسره د یوې مجرمې په څېر چلند کیږي. د نوموړې خور ازادي راډيو ته وویل، چې هغه د تېرې سه شنبې په ورځ په کندز کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې نیولې ده.
د ناظره رشیدي خور هاجرې یکشنبه د جنوري ۱۱مه ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د نوموړې، پښې او لاسونه تړل شوي او په کندز کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو په زندان کې له سختو ځورونو سره مخامخ ده.
" هیڅ خبر یې په اړه نه و، مور مې د هغې د پیدا کېدو لپاره له کوره وتلې وه، بلاخره یې پیدا کړه. طالبانو په هغې ګوتې لګولي، نوم یې اخیستې او یوازې د یوې دقیقې لپاره یې زما خور ورته ښودلې وه، وايي په ډېر بد وضعیت کې، هغه یې په ځنځیر تړلې وه، مور مې چې د هغې وضعیت لیدلی دی، اوس ښه نه ده."
نوموړې وویل چې ناظره رشیدي د دوی د کورنۍ یواځینۍ نفقه ډوډۍ ګټونکې او په کندز کې له یو شمېر سیمه ییزو رسنیو سره همکاره وه چې د جنورۍ په شپږمه له یوې ټلیفونې اړیکې وروسته له کوره ووته او بیا د طالبانو د حکومت له لوري ونیول شوه.
د طالبانو حکومت تر اوسه د نوموړې د نیولو په اړه رسمي څه نه دي ویلي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي له دې وړاندې په وار وار ویلي چې هیڅ خبریال د هغه د کار له امله نه دی نیول شوی.
په ورته وخت کې د خبریالانو او رسنیو یو ملاتړو سازمانونو د ناظره رشیدي نیول غندلي او د هغې د سم دستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
یکشبنه د جنورۍ ۱۱مه د رسنیو ملاتړې ادارې «نۍ په جلا وطنۍ کې» په یوه اعلامیه کې د دې نیول شوې خبریالې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې ناظره رشیدي خوشي کړي.
په دې اړه په اعلامیه کې چې یوه کاپي ازادي راډيو سره هم شریکه شوې ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته دوی په منځنۍ ډول هره میاشت شپږ خبریالان نیولي چې یو شمېر یې خوشي شوي او د ځینو برخلیک لا هم معلوم نه دی.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان (امسو) (AMSO) هم شنبه د جنورۍ ۱۰ مه په خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې له کوم شرط پرته ناظره رشیدي ژر ترژره خوشې کړي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه شان، طالبان دې د هغې د نیولو او توقیف دلیلونه هم ووايي او د افغان ښځینه خبریالانو امنیت او بنسټیزو حقونو ته درناوی دې ډاډمن کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د خبریالانو نیول، ډارول او خاموش کول د بیان له ازادۍ ښکاره سرغړونه ده او باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.
په ورته وخت کې، یو شمیر ښځینه خبریالانې چې مخکې د طالبانو د حکومت لخوا توقیف شوي وايي، د توقیف او شکنجې له تجربې وروسته، دوی نور نشي کولای خپلو ژورنالیستیک فعالیتونه ته دوام ورکړي.
له ډلې یې یوې خبریالې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، د یوې بهرنۍ رسنۍ سره د همکارۍ په تور نیول شوې وه، داسې مهال چې هیڅ بهرنۍ رسنۍ سره یې همکاري نه درلوده.
"په ټوله کې د طالبانو زندانونه ډېر بېروونکي دي، هلته په وحشیانه ډول له زندانیانو سره سلوک کیږي، سخته شکنجه ورکول کیږي، ان کله چې له زندانه ووځې هم هغه بدې خاطر یې له ذهنه نه وځي. اوس نه شم کولای چې په ازادنه ډول دباندي وګرځم، مخکې هم بېره وه خو اوس له دې له امله چې بیا ونه نیول شم او ۴۰ ریاست ته مې بیا یونسي بېره مې دوه برابره زیاته شوې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د تېر ۲۰۲۵ کال د دسمبر په وروستیو کې په یو راپور کې وویل چې په دې کال کې لږ تر لږه د تاوتریخوالي او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو ۲۰۵ قضیې ثبت شوي چې ۳۴ د خبریالانو د نیونې مورده هم په کې شامل دي او ۵ خبریالان لا هم د طالبانو په توقیف کې دي.
د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او د خبریالانو ملاتړو سازمانونو په وار وار د طالبانو حکومت د بیان له ازادۍ په سرغړونو تورن کړی، داسې مهال چې طآلبانو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازدۍ او د خبریالانو حقونو ته ژمن دي، خو د دوی دا ادعا خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو ته د منلو نه ده.