World News in Pashto

د متقاعدینو زیاتیدونکې اقتصادي ستونزې او انلاین نوم لیکنه

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت لخوا د تقاعد حق ترلاسه کولو لپاره د انلاین نوم لیکنې د اعلان په غبرګون یو شمیر متقاعدین وايي، دې بهیر د دوی د تقاعد ترلاسه کولو پروسه لا ستونزمنه کړې ده. دوی ازادي راډیو ته وویل، ډیری متقاعدین له ډیجیټل وسایلو سره بلد نه دي او نه هم انټرنیټ ته لاسرسی لري. په ورته وخت کې، د ځینو متقاعدینو کورنۍ وايي، میندو او پلرونو یې د نوم لیکنې او حق ترلاسه کولو هڅه کړې، خو رد ځواب یې ترلاسه کړی دی.

په افغانستان کې یو شمېر متقاعدین وايي، د تقاعد حقوقو ترلاسه کولو لپاره انلاین نوم لیکنې، دا پروسه نوره هم پیچلې کړې ده.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې ډیری یې له نوې ټیکنالوژۍ سره په بشپړ ډول نه دي بلد او انټرنیټ ته هم لاسرسی نه لري.

له دې ډلې محمد اتل ازادي راډیو ته وویل چې دوی باید د نوم لیکنې پروسې بشپړولو لپاره په نورو تکیه وکړي، چې دا موضوع د دوی اندیښنه او روحي فشار زیاتوي:

“هغه کسان چې عمرونه یې تر ۷۰ کلونو پورته دي، څنګه کولای شي په مستقیم ډول د تقاعد څانګې یا د مالیې وزارت ته خپل د غوښتنلیک فورمه انلاین واستوي؟ بل ټول ځیرک ټلیفونونه نه لري او په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، فکر وکړئ که څوک په ویلچیر کې ناست وي، ایا هغه کولای شي په کور کې انلاین فورمه ډکه کړي؟ زه خو انټرنیټ ته اسانه لاسرسی نه لرم، خیر دا ستونزه به د خپلو ماشومانو، وراره یا د خور د زامنو په واسطه حل کړم، خو دوی ولې موږ نورو ته احتیاجوي؟"

یو بل متقاعد چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل، هیله من دی چې دا بهیر ساده شي:

“دا ممکنه نه ده، موږ چې په کابل کې یو په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ساعته برېښنا لرو، په ولسوالیو او ولایتونو کې دا اسانتیاوې ډېرې محدودې دي، مثلاً څوک چې په سرپل یا تخار، بدخشان، یا هلمند او ارزګان کې دي انټرنیټ ته لاسرسی نه لري، ټول متقاعدین پر انګلیسي نه پوهیږي، ویب پاڼه څنګه ومومي، د متقاعدینو عمر له ۶۵ تر ۸۰ کلونو پورې دی، ټول یې له عصري ټیکنالوژۍ سره بلد نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د شنبې په ورځ « د جدي په ۲۰مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو په افغانستان کې له ټولو متقاعدینو وغوښتل چې د خپل تقاعد حقوقو ترلاسه کولو د نوبت لپاره، د نوي انټرنیټي ادرس له لارې نوم لیکنه وکړي.

دې وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به نوم لیکنه په حضوري ډول نه بلکې آنلاین به ترسره کېږي.

په بیان کې ویل شوي چې د دې اقدام هدف د وخت ضایع کیدو مخنیوی او په پروسه کې د شفافیت ډاډ دی.

هم مهاله یو شمېر افغان متقاعدینو ازادي راډیو ته وویل، د نوي پروګرام لپاره د اعلان شوي ویب پاڼې ادرس د لاسرسي وړ نه ده او دوی د نوم لیکنې پاڼې ته لاسرسی نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د متقاعدینو د حقوقو ورکړه په ۳۰ ادارو او پنځو پړاونو کې پیل شوې، د مختلفو څانګو شاوخوا ۱۲ زره کارکوونکي د تقاعد حقوقو لپاره وړ پیژندل شوي او یو شمېر ته یې دا معاشونه ورکړل شوي هم دي.

خو د ځینو متقاعدینو کورنۍ وايي، میندو او پلرونو یې د نوم لیکنې او حقوقو ترلاسه کولو هڅه کړې، خو رد ځواب یې ترلاسه کړی دی.

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د خپل متقاعد پلار په اړه ازادي راډیو ته وویل:

“دوی همدا پړوانه بشپړ کړل، خو اخر کې باقي راووتل، ورته یې ویلي چې موږ د دولت حق در بخښو او خدای پامان، دا بهیر یوازې د ځینو متقاعدینو د غږ غلي کولو لپاره دی چې لاریونونه به یې کول او غوښتل یې چې خپل حقونه تر لاسه کړي.”

د کابل ښار یوې اوسېدونکي چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او مور یې متقاعده ده، وویل:

“په دې څلورو کلونو کې یې (تقاعد) نه دی اخیستی، تر دې وروسته یې هم نه ورکوي، دا دولت وايي چې تاسو یې مستحق نه یاست، مخکې مو هم ترلاسه کړی او ستاسو حق پوره شوی، او تاسو حتی د دولت پوروړي یئ او ورته نور خبرې کوي، یعنې چا چې کلونه د دولت خدمت کړی وي، نور هیڅ دی."

د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته تایید کړه چې په نوي پیل شوي بهیر کې د متقاعدینو لویه برخه د حقوقو لپاره مستحق نه دي پیژندل شوي.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو شمیر له یو لک او ۷۰ زرو څخه ډیر دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د روان کال په سنبلې میاشت کې اعلان وکړ چې د ملکي او نظامي متقاعدینو د تقاعد حقوق به د منظم مهالویش پر بنسټ او د تقاعد ځانګړې محکمې او اړوندو څانګو سره په همغږۍ د ګډ مرکز له لارې او د پروسیجرونو له بشپړیدو وروسته ورکړل شي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۱۴۰۳ کال په مني کې د یو فرمان په صادرولو د متقاعدینو د معاشونو مسله محکمو ته راجع کړه، او ویې ویل چې متقاعدین باید د خپل تقاعد حقوقو د ثابتولو لپاره د تقاعد ځانګړو محکمو ته عریضه وکړي.

خو د افغانستان د متقاعدینو ټولنې هغه مهال ویلي وو چې متقاعدین اړتیا نه لري چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره عریضه وکړي او پر محکمو سرګردانه وګرځي.

Читайте на сайте