ټرمپ له ایران سره په سوداګرۍ کوونکو هېوادونو ۲۵ فیصده تعرفه اعلان کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغو ټولو هېوادونو باندې ۲۵فیصده تعرفه اعلان کړه چې له ایران سره سوداګري کوي.ښاغلي ټرمپ دوشنبې ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې ولیکل:« هر هغه هېواد چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره به د خپل هر ډول تجارت په خاطر ۲۵فیصده تعرفه ورکوي.»هغه ویلي چې دا اعلان سمدستي د اجرا وړ دی.د ولسمشر ټرمپ دا اعلان به په ایران چې پراخې مظاهرې پکې روانې دي لا فشار زیات کړي.له ایران سره د سوداګرۍ اصلي شریکان هند، چین او ترکیه دي چې بېرته له امریکا سره هم په ترتیب پراخې سوداګریزې اړیکې لري.دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ دغه ډول غیر مستقیمې تعرفې اعلانوي.هغه مخکې د اوکرایین د جګړې پرمهال په هند باندې هم د روسیې د اومه تېلو د پیرودلو په غبرګون تر ۵۰٪ پورې تعرفې ولګولې.په چین باندې هر ډول اضافي تعرفې کولی شي د نسبي ارامۍ وروسته د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ بیا سوداګریز کړکېچ ته لمن ووهي.تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ ویلي وو چې ایراني مشران مذاکره غواړي خو دوی ممکن تر هغه مخکې اقدام وکړي.هغه وویل هر ډول انتخاب په واک کې لري.کارپوهانو د اقتصادي فشارونو له هغې ډلې بندیزونو او تعرفو زیاتول هم یوه آله بللې ده.له ایران سره په سوداګرۍ کوونکو هېوادونو داسې وخت امریکا ۲۵فیصده تعرفه اعلان کړې چې په ایران کې لاریونونه دریمې اوونۍ ته داخل شوي.مظاهرې تېره میاشت د ژور اقتصادي بحران په غبرګون وپاریدلې چې په چټکۍ ټول هېواد ته وغځېدې او خلکو په اقتصادي مساییلو سربېره د ګڼو بشري او سیاسي ناخوالو او فشارونو په ضد هم غږ پورته کړ.په ایران کې دا لاریونونه په پراخه کچه د حکومتي ځواکونو له خوا ځپل شوي او په تېرو دوو اونیو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو او د زرګونو نورو د نیول کېدو راپور ورکړل شوی.له دې چې هلته د شاوخوا پنځو ورځو راهیسې انټرنېټ بند او مخابراتي شبکې هم مختل دي د خلکو د مرګژوبلو کره شمېر په خپلواکه توګه نه شي تاییدیدلی.