World News in Pashto

له ایرانه لسګونه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي

په ایران کې د حکومت ضد د مظاهرو د پراخېدو له وجې هلته مېشت لسګونه پاکستانیان بیرته هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) یو پیغام خپور کړی وو او ویلي يې وو چې له پاکستانه دې خلک ایران ته "غیر ضروري سفر" نه کوي او هلته مېشت پاکستانیان دې هم له "احتیاطه" کار واخلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جنورۍ پر ۱۳مه د هغه هېواد د تحقیقاتو د فیډرالي ادارې (اېف ای اې) د یوه چارواکي بالاچ یعقوب له قوله لیکلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰ زیات پاکستانیان له ایرانه بېرته پاکستان ته رسېدلي دي.

د نوموړي په وینا دا هغه پاکستانیان دي چې یا یې د ایران په پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کولې او یا هم د زیارت لپاره هلته تللي ول.

پاکستاني چارواکي تمه لري چې د جنورۍ پر ۱۳مه به هم د ۵۰ زده کوونکو یوه بله ډله له ایرانه پاکستان ته ستنه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۰مه پر اېکس خپور کړي بیان کې په ایران کې پر مېشتو پاکستانيو وګړو باندې غږ کړی وو چې که هېواد ته ستنېدل غواړي نو د ایران په سرښار تهران او ورسره زاهدان او مشهد کې دې د پاکستان له سفارت او کونسلګریو سره اړیکه ونيسي او د دې لپاره یې د ټېلېفونونو مرستندویه شمېرې هم اعلان کړې وې.

په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی.

دا په ۲۰۲۲ز کال کې په ایران کې د پولیسو په حراست کې د یوې نجلۍ د وژنې په غبرګون کې له پیل شویو حکومت ضد مظاهرو راهیسې تر ټولو پراخ لاریونونه دي چې چارواکو یې د ځپلو لپاره له ظالمانه ځواکه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی دی چې د ايراني حکومت لخوا د لاریونونو په ځپلو کې له ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

Читайте на сайте