World News in Pashto

په اوکراین د روسیې د تیرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې او د ملیونو خلکو بريښنا یې پرېکړې

اوکرایني چارواکي وايي په دغه هیواد باندې د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې ۴ کسه مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي.ددغو بریدونو په نتیجه کې د برښنا او تودوخې شبکې هم زیانمنې شوي او په ملیونو خلک د ژمې په دې سړه هوا کې له برښنا او د تودوخې له خدماتو بې برخې شوي دي.ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسي ځواکونو داوکراین په اتو سیمو دغو بریدونو کې تقریبا ۳ سوه ډرون ، ۱۸ بالیستیک توغندي او ۷ کروز توغندي کارولي دي.زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل چې په دغو بریدونو کې د انرژي او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي.روسي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.په اوکراین کې د روسیې د جګړې د درولو لپاره خبرو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

Читайте на сайте