World News in Pashto

د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام لوبې نن پنجشنې پيلیږي

د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دجام لوبې نن د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي.د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.افغانستان د دغو لوبو لپاره د تیاریو په ترڅ دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د جام سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.

Читайте на сайте