ټرمپ وايي، ایران اعدامونه دروي خو دی پوځي اقدام د میز له سره نه لیرې کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران د اعتراض کوونکو اعدامونه ځنډولي دي. هغه د "بل لوري ډېرو مهمو سرچینو" په حواله دا خبره وکړه، خو په ټول منځني ختیځ کې کړکیچ لا هم لوړ پاتې دی، ځکه چې د تهران پر ضد د امریکا د پوځي اقدام احتمال شته.
ټرمپ پرون چهارشنبې د جنورۍ په ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:
"هغوی ویلي دي چې وژنې درول شوې دي او اعدامونه به نه ترسره کېږي — نن باید ډېر اعدامونه ترسره شوي وای، خو دا اعدامونه به ونه شي او موږ به دا خبره معلومه کړو." هغه زیاته کړه "موږ ته باوري سرچینو دا خبره کړې او زه هیله لرم چې دا رښتیا وي."
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې ایراني چارواکو وروسته له هغې تر ټولو سختو او ظالمانه ځپونکو اقداماتو ته مخه کړه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان د حکومت پر ضد لاریونونو ته راووتل. دا اعتراضونه د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب د پیل راهیسې د مذهبي واکمنۍ پر وړاندې له سترو ننګونو څخه بلل کېږي.
امریکا مېشتي د بشري حقونو د څارخپلواکه بنسټ (HRANA) وویل چې د هغو کره او تایید شویو معلوماتو له مخې چې ترلاسه کړي یې دي د جنورۍ تر ۱۳مې پورې په دغو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۰۳ ته رسېدلی او له ۱۸ زرو څخه زیات نور نیول شوي دي. خو د دغه بنسټ په خبره ډېرې نورې سرچینې وایي چې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر ښايي څو چنده زیات وي.
د تاوتریخجنو سختو ځپونکو اقداماتو په اړه راپورونو ته په پام، ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړی چې متحده ایالات ښايي د وژنو د درولو لپاره لاس پکارشي. هغه په عین حال کې له ایرانيانو هم غوښتي چې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د ایران له دننه د وضعیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او کره کول ستونزمن شوي دي، ځکه چې چارواکو د لاریونونو له پیلیدو لږ وروسته انټرنېټ بندکړی او تقریباً ورته هیڅ لاسرسی نشته. دا اعتراضونه د تیرکال د ډسمبرپه وروستیو کې د ناوړه اقتصادي وضعیت او د ایراني ریال د ارزښت د سخت لوېدو له امله له تهران نه پیل شول چې وروسته د ایران نژدې ټولو ښارونو ته وغځیدل.
د انټرنېټ د څار بنسټ نېټ بلاکس (NetBlocks) د جنورۍ په ۱۴مه په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې" شمېرې ښيي چې په ایران کې لا هم انټرنېټي خدمات پرې دي او دا هېواد د ډیجیټلي تیارو یوه بله ورځ تجربه کوي."
دغه بنسټ همدارنګه وویل: "په داسې حال کې چې پر انټرنېټ بندیز له ۱۳۲ ساعتونو څخه اوښتی، لومړني راپورونه د زرګونو کسانو د مرګ ژوبلو څرګندونه کوي. د اتصال د نشتوالي له امله د وژنو کره شمیره پټه پاتې ده."
د بشري حقونو ډلو راپور ورکړی و چې یو نیول شوی اعتراض کوونکی، ۲۶ کلن عرفان سلطاني، به د جنورۍ په ۱۴مه اعدام شي. هغه په اعتراضونو کې د ګډون له امله د " محاربې" په تور، له نیول کېدو شپږ ورځې وروسته د اعدام له ګواښ سره مخ و.
ټرمپ د جنورۍ په ۱۳مه ناوخته له CBS News سره په یوه مرکه کې وویل که چارواکي دغه اعدام ترسره کړي چې هغه به د روانو اعتراضونو د یوه برخوال لومړنی اعدام وي نو " تاسو به ځینې کارونه ووینئ."
ناروې مېشتي د بشري حقونو بنسټ هه نګاو (Hengaw)، د سلطاني د خپلوانو په حواله، د جنورۍ په ۱۴مه ناوخته وویل چې اعدام نه دی ترسره شوی، خو "جدي او روانې اندېښنې" لا هم شته. دغه بنسټ وویل: "د عرفان سلطاني له خپلوانو سره په خبرو کې، هه نګاو ته معلومه شوې چې د هغه د اعدام حکم، چې مخکې یې کورنۍ ته ویل شوي و چې هغه به د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۴مه) عملي کېږي، نه دی عملي شوی او ځنډول شوی دی."
هه نګاو زیاته کړه: "د انټرنېټ د دوامداره پریکیدو او د اړیکو د سختو محدودیتونو له امله، ممکن ندي چې په دې اړه نورمعلومات ترلاسه شي."
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ایران ته د خبرداریو په ترڅ کې تر اوسه دا نه ده روښانه کړي چې متحده ایالات به د ایران پر ضد څه ډول اقدامات وکړي او دا به کله وي، خو واشنګټن په سیمه کې د امریکا له اصلي هوایي اډې د پرسونل ځینو غړیو ته مشوره کړي چې له اډې ووځي. دا وروسته له هغې چې تهران هغو ګاونډیو هېوادونو ته، چې د امریکا پوځیان پکې میشت دي، خبرداری ورکړی و چې که واشنګټن خپل ګواښونه عملي کړي، نو ایران به د امریکایي اډو پر ضد غچ اخیستونکی اقدام وکړي.
په عین حال کې د الوتنو څاروېب پاڼې فلایټ رادار۲۴ (Flightradar24) د جنورۍ په ۱۴مه وویل چې ایران د الوتکو لپاره یوه خبرتیا (NOTAM) خپره کړې، چې له مخې یې د هېواد هوايي حریم پرته له هغو نړیوالو الوتنو چې هېواد ته د تګ او راتګ لپاره یې ځانګړې اجازه ترلاسه کړې و، د نورو ټولو الوتنو پر مخ تړل شوی.
دغه خبرتیا د " څه باندې دوو ساعتونو" لپاره د اعتبار وړ وه.
ویل کېږي چې ټرمپ د بېلابېلو انتخابونو په اړه غور کوي، چې پکې محدود پوځي بریدونه، د سپاه پاسداران انقلابي (IRGC) پر ضد د پراخو هوايي بریدونو کمپاین، او یا هم غیرپوځي اقدامات لکه بشپړه اقتصادي کلابندي او یا سایبري بریدونه شامل دي، څو د ایراني امنیتي ادارو د اړیکو او پرېکړه کولو سیستمونه ګډوډ کړي.
په ایران کې دننه یو خبریال، چې وتوانید د جنورۍ په ۱۳مه د ازادي راډیو فردا څانګې ته راپور ولېږي، وویل چې یوه ټکسي چلوونکي ورته ویلي چې امنیتي ځواکونه پر طبي مرکزونو بریدونه کوي، ټپیان شوي اعتراض کوونکي تښتوي، او هغه کسان وژني چې د لېږدولو امکان یې نه وي.
د دغه خبریال ادعاوې د ازادې اروپا/ازادې راډیو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، خو دا د بشري حقونو د سرچینو او د هېواد دننه له نورو راپورونو سره سمون لري، چې د اعتراضونو پر ضد د سختو ځپونکو اقداماتو او د اعتراض کوونکو د " ډله ییزو وژنو" خبره کوي.